کورپاڼه / تجارتي ليګونه / عمران طاهر: راتلونکي نړیوال جام ته هم تیار یم
عمران طاهر

عمران طاهر: راتلونکي نړیوال جام ته هم تیار یم

کرکټ د ځوانانو لوبه ده او ډېر کم خلک به داسې وي چې په ۴۲ کلنۍ کې دې کرکټ وکړي، ځکه د کومو لوبغاړو عمر چې ۴۰ ته ورسېږي، نو له هغه وروسته هغوی ته بیا د پخوا په څېر کرکټ کول ګران شي، خو د سویلي افریقا عمران طاهر بیا په دغه خلکو کې نه شمارل کېږي.

۴۲ کلن عمران طاهر چې اوسمهال د پاکستان سوپر لیګ کې د ملتان سلطانز لوبډلې لپاره لوبېږي، وايي چې هغه راتلونکي نړیوال شل اوریز جام ته هم چمتو دی چې د سویلي افریقا لپاره ولوبېږي.

د عمران طاهر انرژي اوس هم له ځوانانو کمه نه ده، هغه په پي ایس ایل کې هم له تکړه توپ اچونکو څخه دی چې په ۶ لوبو کې یې ۱۰ لوبغاړي سوځولي دي.

نوموړي د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ختمېدو وروسته له نړیوالو یو ورځنیو لوبو څخه استعفا اعلان کړه، خو نوموړی په تجارتي لیګونو کې لوبېږي او هر ځای ځلېږي.

عمران طاهر په خپله یوه وروستۍ مرکه کې وویل، چې هغه اوس هم له کرکټ پوره خوند اخلي او غواړي چې په راروان جام او له هغه وروسته بل جام کې هم ولوبېږي.

هغه وايي، پاکستان سوپر لیګ کې لوبېږم او غواړم چې ښه پرفارمنس وکړم، ما تراوسه پورې له نړیوالو سیالیو استعفا نه ده ورکړې، که چېرته تېر کال شل اوریز جام شوی وای نو زه به د سویلي افریقا لوبډلې برخه وم، خو د کورونا له امله یادې سیالۍ ونه شوې، اوس پي ایس ایل کې خپل ځان ثابتوم او راتلونکي نړیوال جام کې به لوبېږم.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …