کورپاڼه / تجارتي ليګونه / حضرت الله ځاځی څه شی خوري؟ راشد خان یې لیسټ خپور کړ
راشد خان او حضرت الله ځاځی

حضرت الله ځاځی څه شی خوري؟ راشد خان یې لیسټ خپور کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکی حضرت الله ځاځی چې تېره ورځ یې یو ځل بیا چټکه توپوهنه ترسره کړه او د غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه، په اخر کې ترې رمیض راجا پوښتنه وکړه، چې هغه څه شی خوري چې داسې اوږدې اوږدې شپږیزې وهي؟

حضرت الله ځاځي هغه ته په ځواب کې وویل، چې دا خو ټولو ته معلومه ده چې افغانان وچه مېوه خوري او له ځان سره یې هم وړي، نو کله چې وخت پېدا شي، بیا وچه مېوه خورم.

د نوموړي دا ویډیو د پاکستان سوپر لیګ په ټویټرپاڼه کې خپره شوه، چې هلته ورته بیا د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان کمنټ وکړ او د حضرت الله ځاځي د خوراک لیسټ یې ورته ولیکه.


راشد خان ورته ولیکل، چې حضرت الله ځاځی ۵ کېلې، سټرابیري (ځمکني توتان)، نیمه کیلو وچه مېوه، شات، شیدې او پروټين د ورځې دوه ځل خوري، یو ځل سهار کې بل ځل د شپې. همدا راز ځاځی یې هم مینشن کړی او ورته یې ویلي دي چې څه خو به رانه پاتې شوې نه وي؟

د راشد خان دا کمنټ چې د پاکستان سوپر لیګ په پاڼه یې کړی دی، خلکو ډېر خوښ کړی دی او همدا راز په ټویټر کې خلکو ډېر ریټویټ کړی هم دی.

د یادولو وړ ده چې حضرت الله ځاځی د پېښور زلمي لوبډلې لپاره لوبېږي، چې په ۴ لوبو کې لوبېدلی دی، درې ځل یې پنځوسیزې وهلي دي او درې واړه ځل یې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړې ده.

همدا راز د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوېد اپریدي هم د حضرت الله ځاځي په اړه یو ټویټ کړی و، چې راشد خان ورته په کمنټ کې لیکلي و، چې ځاځي ته باید اېم جي موټر ورکړي او جاوېد اپریدي هم ورته لیکلي و، چې وه به شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …