کورپاڼه / هنر او کلتور / هما قریشي: حقیقت خوښوم، په لومړي ځل مې هالیووډ کې کار وکړ، غواړم مینوالو ته مینه ورکړم

هما قریشي: حقیقت خوښوم، په لومړي ځل مې هالیووډ کې کار وکړ، غواړم مینوالو ته مینه ورکړم

د بالیووډ د فلمونو ښکلې اداکارې یا هنرمندې هما قریشي ځینو مینوالو د هالیووډ د (ارمي اف دي ډیډ) فلم کې د هغې په لنډ رول لوبولو اندیښنه ښودلې، خو نوموړې وایي چې دا مې په هالیووډ کې لومړی فلم دی او حقیقت خوښوم.

له هما قریشي وړاندې هم ډېرو هندي اداکارو په لویدیځو فلمونو کې کار کړی او اوس په دې لړ کې هما قریشي هم ددې فلمونو برخه شوه او د زیک سینایډر په لارښوونه جوړېدونکې فلم (ارمي اف دي ډیډ) کې مهم رول ولوباوه.

د یادولو وړ ده چې (ارمي اف دي ډیډ) یو له هغه فلمونو له جملې څخه دی چې پر او ټي ټي پلیټ فارم ډېر لېدل شوي او همدا لامل دی چې هما قریشي هم ډېره خوشحاله ده.

هما قریشي وایي چې زړه مې غواړي چې خپلو ټولو مینوالو ته ووایم چې مینه ورسره لرم. نوموړې وایي چې هندي مینوال ډېر ښه دي، زه هغوی ته دومره مینه ورکول غواړم څومره چې هغوی یې راکوي، دوی ما هڅوي او ملاتړ یې د هېرولو نه دی.

هما قریشي چې اوسمهال څلور دیرش کاله عمر لري په ۲۰۱۲ کال یې په بالیووډ کې قدم کېښود او په بلاک بسټر فلم (ګینګ اف واسع پور) کې یې کار وکړ، چې بیا ډېره مشهوره شوه.

دا هم ولولئ

سلمان خان

سلمان خان (په دوبۍ کې د خپلې ښځې او ۱۷ کلنې لور) په اړه غبرګون ښکاره کړ

د هندي سینما مشهور او نومیالي هنرمند سلمان خان د هغه اوازو په اړه غبرګون …