کورپاڼه / روغتيا / آیا هګۍ د وزن په کمولو کې اغېزمنې تمامېږي؟

آیا هګۍ د وزن په کمولو کې اغېزمنې تمامېږي؟

د خوراکي توکو کارپوهانو منلې ده چې هګۍ د وزن په کمولو کې غوره ټاکنه ده، ځکه چې په استعمال سره یې د لوږې احساس کمېږي او تر اوږده ځنډ دې ته اړتیا نه پېښېږي چې یو څه وخورو. هګۍ د غوره غذایي توکو درلودونکې وي او په بېلابېلو ډولونو سره پخېږي. د (eatthis) ویبپاڼې د لیکنې له مخې هګۍ د پنځو سببونو پر بنسټ وزن کموي.

پروټین:

په یوه غټه هګۍ کې ۶.۳ ګرامه د سبزیجاتو غوره پروټین وي، نو که چېرته په یو خوراک کې دوه هګۍ وخورو نو د اړتیا وړ له پنځوس ګرامو پروټینو څخه به ۲۵.۲ ترلاسه کړو.

لږ کاربوهایډریټ:

په یوه هګۍ کې له یو ګرام څخه لږ کاربوهایډریټ وي او په سباناري کې د دودیزو خوړلو په پرتله یې پروټین ډېر او کاربوهایډریټ لږ وي، چې د انسولینو سطحې ته د ډېرښت ورکولو پرته تودوخه برابروي.

لږه کالوري:

په یوه غټه هګۍ کې ۷۶ کالوري وي. یعنې ددې مطلب دا وي چې د سباناري پرمهال د دوو ایشېدلو هګیو او د غلو ټوسټ یوه ټوټه بدن ته ۲۳۲ کالوري ورکوي.

پیاوړي ویټامین:

هګۍ د ویټامین ډي یوه ښه ذریعه ده او دا یو داسې ویټامین دي چې د بدن وازده اوبه کوي او د وزن په کمولو کې مهم رول لوبوي او ترڅنګ اوسپنه هم لري چې د بدن انرژي برابره ساتي.

د وینې شکر برابر ساتي:

د خوراکي توکو کارپوه ایریکا هوچټي وایي چې هګۍ د کلیسترول پر سطحه له منفي اغېزو پرته د انسولینو او شکر سطحه برابره ساتي، په همدې سباناری کول ټوله ورځ د شکر اندازه کنترول ساتي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …