کورپاڼه / روغتيا / څه ډول کولی شو چې له ځوانکو او دانو څخه ځان وساتو؟

څه ډول کولی شو چې له ځوانکو او دانو څخه ځان وساتو؟

که چېرته د خپل پوستکي پاکوالي ته پام وکړو نو کولی شو چې له ځوانکو، داغونو او نورو ستونزو یې ځان وژغورو او ترڅنګ یې ځینې کورنۍ نسخې هم د دانو د ډېروالي او د داغو مخنیوی کوي.

د پوستکي د ناروغیو متخصصین وایي چې ځوانکې د روغتیایي هورمونیکي ستونزو نوم دی، چې له بلوغت وروسته په ډېرو میرمنو او نارینه وو کې لېدل کېږي، خو که پر وخت یې درملنه وشي نو د تل لپاره ترې ځان ژغورلی شو، خو که لاس پرې ووهل شي، پرې شي یاهم د پوستکي پاکوالي ته پاملرنه ونه شي نو تر ډېره پاتې کېږي او پر مخ بد داغونه جوړوي.

له ځوانکو څخه د پاکوالي لپاره د روغتیایي کارپوهانو له لورې کیمیاوي ډوز ورکول کېږي، خو دغه درمل د روغتیا اړوند په ځانګړي توګه د ښځو لپاره نورې ستونزې پیدا کوي، خو د کورنیو نسخو په مرسته ترې ځان ژغورلی شو.

د بکیاڼې له پاڼو جوړ شوی پیسټ:

لومړی د بکیاڼې پاڼې راواخلئ، ښې یې ووینځئ، بیا یې تر لسو دقیقو پورې په نیمه پیاله کې جوش کړئ او سړې یې کړئ. بیا په همدې اندازه د ګلاب اوبه ور واچوئ، تر اوو ورځو پورې یې خوندي وساتئ او له اوو ورځو وروسته یې نوی جوړ او بیا یې استعمال کړئ.

اوس له دې پیسټ څخه ګټه واخلئ او سهار له مخ وینځلو وروسته یې پرمخ ووهئ، خو سترګې ترې خوندي وساتئ او ترڅنګ یې د شپې له وېده کېدو دمخه استعمال کړئ او پرېږدئ چې ښه وچ شي او بیا یې په پیسټ سره لمده کړئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …