کورپاڼه / تجارتي ليګونه / پاکستانی شعېب اختر هم د حضرت الله ځاځي په ستاینه مجبور شو
حضرت الله ځاځی او شعېب اختر

پاکستانی شعېب اختر هم د حضرت الله ځاځي په ستاینه مجبور شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچونکی شعېب اختر هم د افغانستان د چټک توپوهونکي حضرت الله ځاځي په ستاینه مجبوره شو او وې ویل چې د هغه په لیدو ډېر خوشحاله شو.

حضرت الله ځاځي تېره ورځ یو ځل بیا د پېښور زلمي لپاره چټکه توپوهنه ترسره کړه، پېښور یې بریالی او پایلوبې ته یې ورساوه، همدا راز د دریم ځل لپاره د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

د پېښور زلمي او اسلام اباد یونایټیډ ترمنځ په لوبه باندې شعېب اختر یوه ویډیو جوړه کړې چې د هغه په یوټیوب چېنل کې خپره شوې ده، چې د حضرت الله ځاځي ډېره ستاینه یې پکې کړې ده.

شعېب اختر وايي، چې زموږ افغان ورور ځاځي صېب د توپ اچونکو نه بڼکې وویستې، په ځانګړې توګه شاداب او نورو فاسټ بالرانو نه، ځاځی د پي ایس ایل تکړه لوبغاړی دی، شاټونه یې داسې ښکاري لکه د ډز غږ، د هغه د لوبې په لیدو ډېر خوشحاله شوم.

د یادولو وړ ده چې شعېب اختر څه وخت مخکې د افغان لوبغاړو په تړاو یوه ویډیو جوړه کړې وه او خبرې یې ورپسې کړې وې، چې له امله یې افغانان ډېر سخت غصه کړي و.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …