کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ټیک ټاک د خپلو کاروونکو لپاره ډېر په زړه پوری فیچر وړاندې کوي

ټیک ټاک د خپلو کاروونکو لپاره ډېر په زړه پوری فیچر وړاندې کوي

ډېر وخت کله چې پر ټیک ټاک د پخلي کومه ویډیو ګورو، نو هغه وخت له ستونزو سره مخ کېږو، چې ترکیب یې ګورو یاهم د جوړونکې باییو ته ځو او لینک یې ګورو.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې ټیک ټاک د یو نوي فیچر د وړاندې کولو اعلان کړی او کاروونکو ته به په ویډیو کې د (مني ایپس) د ایمبیډ کولو اسانتیا برابره کړي او د ستونزې حل یې رایستلی دی.

دې فیچر ته یې د جمپس نوم ورکړی، د بېلګې په توګه که چېرته یو شخص د پخلي ویډیو جوړوي، نو هغوی به د (ریسیپي ایپ ویشک) لینک ور پکې ایمبیډ کړي او کتونکې به په یو کلیک سره په ټیک ټاک کې دننه ترکیب وګوري.

کله چې د جمپ فیچر لرونکې کومه ویډیو ګورو نو له سکرین څخه لاندې به یو بټن څرګنده شي، چې په مرسته به یې په ټیک ټاک کې دننه په نوي سکرین کې مواد پرانیستل شي.

د یادولو وړ ده چې ټیک ټاک لومړنی شرکت نه دی چې دغه ډول فیچر په ویډیوګانو کې استعمالوي، بلکې له دې وړاندې په سنیپ چیټ هم دې ته ورته فیچر د (منیز) په نوم معرفی شوی.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …