کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: د خوب ستونزې مو له وخته وړاندې د مړینې سبب کېږي

څېړنه: د خوب ستونزې مو له وخته وړاندې د مړینې سبب کېږي

تقریباً موږ ټول د شپې پرمهال په ناڅاپي ډول له خوب څخه راویښېږو، چې ډېر سببونه لرلی شی، د بېلګې په توګه شور، خوب لېدل یاهم وېرېدل او نور.

د یوې اوږدې څېړنې له مخې ښودل شوې چې په خوب کې خلل رامنځته کېدل د زړه د ناروغیو په ګډون مخکې له وخته د مړینې خطر ډېروي، چې دغه خطر په ښځو کې د نارینه وو په پرتله ډېر وي.

څېړونکو دې عمل ته د (بې هوښه بیدارۍ لنډه موده) نوم ورکړی، چې په دې ډول نیمه بیداري د زړه درزا، د وینې فشار او د وینې جریان اغېزمنوي چې نارمل ګڼل کېږي، خو که چېرته دوامداره شي نو بیا یو بوج ګڼل کېږي.

څېړونکو دې ډول بیا بیا ځلې بیدارېدنې ته د (د شپې پورته کېدنې) بوج وایي، چې پر وینا کې د زړه سیستم کې خلل واقع کوي، خو که چېرته په معیاري ډول سره خوب وکړو نو د زړه د ناروغیو یاد خطر کمېږي.

نو که چېرته د خوب دورانیې ته پام ونه کړو، نو پورتني ټول عوامل د مړینې خطر ډېروي، خو که چېرته هر وخت له خوب څخه بېدارېږي او بوج یې پورته کوو نو باید اړوند ډاکتر سره مشوره وکړو او خپله ستونزه حل کړو.

څېړنه وایي:((که څه هم په ښځو کې د شپې بیدارېدنې کچه کمه وه خو اړوند یې د مړینې کچه بیا په ښځو کې ډېره وه.))

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …