کورپاڼه / جالب / په بریتانیه کې د (۱۱۰) میلونه کاله پخواني ډیناسور د قدمونو نښې موندل شوی

په بریتانیه کې د (۱۱۰) میلونه کاله پخواني ډیناسور د قدمونو نښې موندل شوی

د یوه نوي راپور له مخې ویل کېږي چې لرغونپوهانو په بریتانیه کې پر د هغه ډیناسور د پښو نښې، نښانې موندلي چې یو سلو، لس میلونه کاله وړاندې یې ژوند کاوه.

راپور زیاتوي چې د ډیناسور دغه نښې، نښانې یې د بریتانیې په کینټ کې د فوکس سټون ساحل ته څېرمه سیمه او د غونډیو ترمنځ موندلي دي.

یاده سیمه چې توپانونو او د ساحل اوبو اغېزمنه کړې، په دوامداره توګه ترې نوي فوسلونه ترلاسه کېږي او موندل شوې نښانې په بریتانیه کې تر اوسه د ډیناسورو د شتون په اړه وروستی ریکارډ دی.

د ډیناسور د قدمونو د نښو لرونکې دغه موندنې د هیسټنګز موزیم او ګالرۍ او ترڅنګ د پورټس مایوت پوهنتون یو ساینسپوه ترسره کړي.

په دې اړه د پالاییو بیولوژۍ استاد ډیویډ مارټل وایي چې د فوکس سټون په سیمه کې دا لومړی ځل دی چې د ډیناسور د قدمونو نښې موندل کېږي، چې په همدې اساس یوه غوره موندنه ده.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …