کورپاڼه / جالب / په امریکا کې د مفصلونو ناروغ پینګوین ته ځانګړي بوټان ور اغوستل شوي

په امریکا کې د مفصلونو ناروغ پینګوین ته ځانګړي بوټان ور اغوستل شوي

زړښت له ځان سره ډېرې نورې ستونزې هم راوړي، چې حیوانات هم ورڅخه خوندي نه پاتې کېږي او د امریکا د میسوري په ژوبڼ کې هغه زوړ پینګوین چې د بندونو یا مفصلونو ناروغي لرله، ځانګړي بوټان ور واغوستل شول.

یو پینګوین په طبیعي توګه تر لسو کلونو پورې ژوند کولی شي خو دغه پینګوین له طبیعي عمر څخه تر ډېره ژوندی دی، یعنې اوسنی عمر یې له دیرشو کلونو څخه اوړي.

راپور وایي چې دغه پینګوین په ۲۰۱۶ کال د سینټ لویي ژوبڼ ته وړل شوی، چې څو کاله وروسته یې د پښو د بندونو یا مفصلونو ناروغي پیدا کړه چې د هر کال په تېرېدو به ډېرېدله.

د پینګوین د ناروغیو متخصیص له معایناتو وروسته ولېدل چې د هغه د پښو په تلیو کې پوستکی کوچنی او غټېږي چې دا د مفصلونو د ناروغۍ مهمه نښه ده، دارو، درمل یې ورکړل خو ګټه یې ورته ونه کړه، بیا جیمي جانسن نومي دغه ډاکتر لارښوونه وکړه چې ځانګړی بوټان دې ور واغوستل شي، ځکه چې له دې وړاندې یو ناروغ قانس ته ور اغوستل شوي ول.

ډاکتر جیمي د نیوجرسي له یو شرکت څخه غوښتنه وکړه چې پینګوین ته دې بوټان جوړ کړي، چې بیا د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر کې یې جوړ کړل. دا بوټان لاندنۍ برخه کې سره او تور غوندې مواد لري، د ورځې پینګوین ته اچول کېږي او د شپې لخوا یې ترې کوي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …