کورپاڼه / روغتيا / د کافي استعمال د ځیګر د ناروغیو مخنیوی کوي

د کافي استعمال د ځیګر د ناروغیو مخنیوی کوي

که چېرته تاسې د کافي مینوال یئ نو ښه خبر دادی چې منظم استعمالذیې د ځیګر د ډېرو ناروغیو مخنیوی کوي. روغتیایي کارپوهان وایي چې هر ډول کافي، هغه که کافین لرونکي وي یاهم کافین لرونکې نه وي، د ځیګر لپاره ګټوره وي.

د بریتانیې د سوت ایمپټن پوهنتون استاد ډاکټر اولیو کاناډي په دې اړه تر اوږدې مودې پورې (۳۸۴۸۱۸) هغه کسان چې په منظم ډول یې کافي څښله له (۱۰۹۷۶۷) هغه کسانو سره پرتله کړل چې کافي یې نه څښله.

ډاکتر اولیور وایي چې له دې وړاندې د کافي ډېرې ګټې څرګندې شوي، چې له مخې یې ویل کېده چې د ډېرو ناروغیو مخنیوی کوي، چې په هغې کې ځینې سرطاني او د ګردو ناروغۍ هم شاملې وې.

خو په دې اړه څه نه ول ویل شوي چې هغه کوم مرکبونه دي چې د ځیګر د خطرناکو ناروغیو مخنیوی کوي، خو زموږ څېړنه وایي چې هر ډول او د هر شرکت لرونکې کافي د ځیګر لپاره ګټوره وي.

څېړونکې وایي که چېرته په ورځني ډول سره په منظمه توګه دوه پیالې کافي وڅښل شي نو د ځیګر د اغېزمن کېدو خطر تر (۲۱) سلنه پورې کموي او د فیټي لیور د ناروغۍ خطر هم تر (۲۰) پورې کموي.

همدغه راز په مجموعي توګه په ښځینه او نارینه وو کې د ځیګر په سبب د مړینې خطر (۴۹) سلنه کموي. بل لوري د ایټالیا د میګنا ګریشیا پوهنتون استاد لیوډوویکو ایبناوولي وایي چې دا باید په طبي تجربو سره معلومه چې په ورځني ډول څومره کافي څښل ګټور وي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …