کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / څه ډول له خپل غلا شوي موبایل څخه شخصي معلومات ډیلیټ کړو؟

څه ډول له خپل غلا شوي موبایل څخه شخصي معلومات ډیلیټ کړو؟

ګوګل او ځیرک موبایل که له یو لوري په ژوند کې آسانتیاوې رامنځته کوي، خو تر څنګ یې ستاسو تصویرونه، پاسورډ، د ملګرو اړوند یا نور معلومات یې په یو اکونټ کې هم ځای پرځای کړي.

که چېرته ستاسې موبایل، ټابلیټ یا لیپ ټاپ غلا شي نو موبایل مو هم پرانیستی پاتې وي نو غل کولی شي چې په ګوګل اکونټ کې ستاسو معلومات ته لاسرسی ولري، خو د اندیښنې وړ خبره نه ده ځکه چې ګوګل یوه داسې طریقه هم ښودلې چې په مرسته یې په غلا شوي موبایل کې خپل اکونټ بندولی شو.

۱- پخپل موبایل یا کمپیوټر کې په هر براوزر www.google.com ولیکئ.

۲- د پروفایل په ایکن یې کلیک وکړئ او بیا Manage your Google Account اپشن وټاکئ.

۳- سیکیورټي یا امنیتي برخې ته لاړ شئ او لاندې Your Devices برخه کې په Manage your Google Account کلیک وکړئ.

۴- دلته به ټول هغه ډیوایسونه درښکاره شي چې تاسې هلته اکونټ پرانیستی وي، اوس چې له کوم ډیوایس څخه ځان وباسل غواړئ، هغه وټاکئ او سیده لاس ته پورته درې ټکو باندې به کلیک وکړئ، یو نوی باکس به پرانیستل شي، هلته به پر ساین اوټ کلیک وکړئ.

۵- اوس به یو بل باکس پرانیستل او له تاسو به تاییدي وغواړي چې آیا تاسې ساین اوټ غواړئ، نو ساین اوټ باندې کلیک وکړئ.

۶- اوس چې کله چې ستاسو غل شوی موبایل انټرنیټ سره ونښلي نو اکونټ به مو ډیلیټ شي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …