کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هغه کوچني شاپرک یا پتنګان چې له افریقا تر اروپا زرګونه کیلومیتره سفر کوي

هغه کوچني شاپرک یا پتنګان چې له افریقا تر اروپا زرګونه کیلومیتره سفر کوي

ساینسپوهانو موندلې چې په ټولو حشرو کې یو ډول شاپرک یا پتنګ د ګډه کولو یا ځای بدلولو پر وخت ترټولو اوږد سفر کوي. یعنې که چېرته موسم برابر وي نو له دولسو تر څوارلسو زرو کیلو میترو پورې سفر کوي، چې په دې سفر کې یې له لور څخه تر لنډمهاله پناځای او له هغې ځایه بېرته تر کوره پورې فاصله شامله ده.

ساینسپوهانو موندلې چې له افریقا څخه یو ډول (پینټډ لیډي) شاپرک یا پتنګ تر اروپا پورې په زرګونه کیلومیتره سفر کوي، چې دا تر اوسه پورې د حشراتو له ډلې ترټولو اوږد سفر دی.

کله چې هوا نمجنه وي نو په داسې حالاتو کې شاپرک یا پتنګ هګۍ اچوي او اوږد سفر کوي. په دې اړه ساینسپوهانو هڅه کړې ترڅو معلومه کړي چې دوی له یوې وچې څخه بلې ته څه ډول ناروغۍ او میکروبونه خپروي.

له دې څېړنې دا هم معلومه شوه چې څه ډول موسمي بدلونونه د شاپرک یا پتنګانو شمېر ډېروي او د خونديتوب لپاره یې نړیوالې مرستې ته سخته اړتیا لېدل کېږي.

دغه شاپرک د پسرلي په موسم کې سفر کوي او ساینسپوهان وایي چې د ورځې پرته له وقفې سفر کوي او شپه په ګلونو کې په آرامه تېروي او دا هم ویل کېږي چې دوی د سمندر له سطحې له یو تر دریو کیلومیترو لوړ الوتنه کوي او له هوا یې ګټه پورته کوي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …