کورپاڼه / روغتيا / آیا د ماهي تېل مو له ژور خپګان څخه ژغورلی شي؟

آیا د ماهي تېل مو له ژور خپګان څخه ژغورلی شي؟

ماهي او د ماهي تېل په عام ډول د زړه لپاره ګټور ګڼل کېږي، خو اوس د یوې نوې څېړنې له مخې معلومه شوه چې دغه تېل د ژور خپګان په کمولو کې هم مرسته کوي.

د کنګز کالج استاد الیساندرا بورسیني او ملګرو یې موندلې چې د ماهي په تېلو کې دوه ډوله اومیګا تري فیټي اسید شامل دي، چې دواړه د ژور خپګان په کمولو کې ډېر اغېزمن او ګټور وي.

دغه څېړنه په دوه ویشت کسانو ترسره شوې او اومیګا ترې یې تر دولسو اوونیو ورکړل، کله چې یې اغېزې وکتلې او په وینه کې یې د یادو اسیدونو او د ژور خپګان نښې، نښانې نوټ کړې.

د څېړنو په پایله کې معلومه چې یو ډول اومیګا تري استعمالونکو د ژور خپګان نښې، نښانې ۶۴ سلنه او د بل ډول یې ۷۱ سلنه کمې شوې وې. خو څېړونکی خبرداری ورکړی چې له څېړنې یې د فیټي اسیدو او ژور خپګان ترمنځ اړیکه موندل شوې نو د ماهي تېل دې د ژور خپګان کمونکی لامل ونه ګڼل کېږي، بلکې په دې اړه نورو څېړنو ته اړتیا ده.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې هم په دې اړه له څېړنو هیله بخښونکې پایلې ترلاسه شوې وې، چې دا څېړنه د هماغې لړۍ یوه برخه ده.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …