کورپاڼه / جالب / یو امریکایي فوځي خپله نویمه کلیزه په ځانګړي ډول ولمانځله

یو امریکایي فوځي خپله نویمه کلیزه په ځانګړي ډول ولمانځله

یو امریکایي فوځي، چې اوس له دندې تقاعد شوی، خپله نویمه کلیزه یې په ډېر ځانګړي خو په خطرناک ډول سره ولمانځله.

دغه فوځي جوزف ډیل جیرامیلو نومېږي او د خپلې نویمې کلیزې په مناسب یې په اوتا ایالت کې په څوارلس زره فوټه لوړوالي سره له الوتکې ټوپ کړ.

جوزف وایي، کله چې مې د کوریا په جګړه کې د اردو په لومړیو ټولګیو کې دنده ترسره کوله نو هغه وخت مې غوښتل چې د اردو ۱۰۱ هوایي ډګر کې شامل شم او له الوتکو مې ټوپ کول غوښتل.

نوموړی وایی چې هغه مې دا هیله ځکه پوره نه شوه چې د وزن ستونزه مې لرله او په همدې سبب مې دا کار نه شو کولی. یعنې په هغه وخت مې وزن ۱۲۸ پونډه و او باید زما وزن ۱۴۰ پونډه وای.

بل لوري ته د جوزف کورنۍ وایي چې هغه د دندې پرمهال ټپي شوی هم و او جایزې یې هم ترلاسه کړي. خو جوزف وایي چې هغه تل ۱۰۱ هوایي ډګر یادوي او په همدې سبب یې د ارمان پوره کولو پرېکړه وکړه.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …