کورپاڼه / اسلام / د حضرت داود علیه السلام قوم ولې مسخه شو او بېزوګان ترې جوړ شول

د حضرت داود علیه السلام قوم ولې مسخه شو او بېزوګان ترې جوړ شول

د حضرت داود علیه السلام د قوم اویا زره وګړي د (عقبه) ترڅنګ د سمندر په غاړه د (ایله) په سیمه کې اوسیدل او په ډېره خوښۍ او خوشحالي یې ژوند کاوه. الله تعالی په دوی امتحان راوست او د شنبې په ورځ یې پرې ښکار حرام وګرځاوه.

او په همدې ډول الله تعالی د شنبې په ورځ ماهیان ډېر کړل او په نورو ورځو کې به نه ول، نو هغوی ته شیطان راغی او ورته یې وویل چې له سمندر څخه دې څو ویالې تېرې کړي او په وچه حوضونه جوړ کړئ.

شیطان ورته وویل چې د شنبې په ورځ چې کله حوض ته ماهیان راتلل نو د حوض لارې وتړئ، په هغه ورځ ښکار مه کوئ، بلکې په نورو ورځو کې یې په آسانۍ سره ونیسئ، خلکو د شیطان خبره ومنله، خو هغوی په دې نه پوهېدل چې په حوض کې د ماهیان رایسارول ښکار دی، نو په دې ډول یې حرام ښکار وکړ.

دوی درې ډلې شول، ځینې داسې کسان هم ول چې له ښکار څخه یې نور منع کول، خپه شول او ښکار یې ونه کړ، ځینو کسانو دا کار بد وګاڼه او غلي پاتې شول او نصیحت کوونکو ته به یې ویل چې تاسو هغه قوم ته نصیحت کوئ چې الله تعالی هلاکوي او سزا ورکوي.

او ځینې داسې ول چې سرغړونه یې کوله او د الله تعالی د حکم پر وړاندې ودرېدل او د شنبې په ورځ یې ښکار کاوه او پلورل یې. دوی چې د نصیحت کوونکو خبره نه منله نو هغوی ترې لارې بېلې کړې او ترمنځ یې دېوال وواهه. دا وخت داود علیه السلام پر ښکار کوونکو لعنت ووایه.

بل ورځ چې خلک په دېوال ور وختل نو و یې لېدل چې ټول مسخه شوي او بېزوګان ترې جوړ شوي، چې ټول دولس زره کسان ول، بیا هغوی تر دریو ورځو نه څه وخوړل او نه یې څه وڅښل او په دې ډول هلاک او تباه شول.

دا هم ولولئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب …