کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ماشې څه وخت او ولې انسان چېچي؟ په زړه پوري معلومات

ماشې څه وخت او ولې انسان چېچي؟ په زړه پوري معلومات

شاید کله مو پام شوی وي چې ماشي ځینې کسان د نورو په پرتله ډېر چیچي او ځینو ته ډېرې کمې ور نږدې کېږي، خو دلته پوښتنه پیدا کېږي چې آخر ولې داسې کېږي، لامل یې څه دی؟

په دې اړه د اکسفورډ پوهنتون یو استاد وایي چې د ناروغیو په سبب پیدا کېدونکې ماده ماشې هغه وخت چېچل کوي، کله چې هګۍ اچوي. لکه څنګه چې موږ ټول په دې پوهېږو چې یوه ماشه په یوه شپه کې ټول تباه کولی شي.

له تجربو ثابته شوې چې یوه ماشه بیا بیا ځلې انسان چېچي، خو په یوه کوټه کې داسې هم شوي چې یوه ماشه یو کس بیا بیا ځلې چېچي خو بل کس ته هیڅ هم نه وایي.

په دې اړه ویل کېږي چې د پوستکي رنګ، خوله کېدل، د وینې ګروپ او د ویښتانو جوړښت ماشې خپل لوري ته جلبوي خو ساینس دا نه مني او وایي چې ماشې کاربن ډای اکساید لري او کله چې کاربن ډای اکساید خارج شي نو ماشه خپل ښکار ته ځان رسوي.

دغه راز لیکټیک اسید او امونیا هم ماشه خپل لوري ته جلبوي او ترڅنګ یې هغه بکتریاوې چې زموږ پر پوستکي شتون لري، ماشې خپل لوري ته جلبوي او هغه خپل ښکار کوي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …