کورپاڼه / خبرونه / رمیض راجا: که د افغانستان او پاکستان ترمنځ شل اوریزې لوبې ترسره شي، افغانستان به پاکستان ماتوي
راشد خان او بابر اعظم

رمیض راجا: که د افغانستان او پاکستان ترمنځ شل اوریزې لوبې ترسره شي، افغانستان به پاکستان ماتوي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او کمنټېټر رمیض راجا وايي، که د افغانستان او پاکستان ترمنځ شل اوریزې لوبې ترسره شي، نو د افغانستان له خوا د پاکستان په ماتولو به هغه هېڅ حېرانه نه شي.

رمیض راجا د پاکستان سوپر لیګ ۲۰۲۱ کې د حضرت الله ځاځي، نجیب الله ځدراڼ او راشد خان له لوبو څخه ډېر اغېزمن شوی دی. حضرت الله ځاځی چې د پېښور لپاره یې ۴ لوبې ترسره کړې دي، په ۳ لوبو کې یې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزې هم ترلاسه کړې دي.

د ځاځي د ښې توپوهنې په مټ پېښور پرون اسلام اباد ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پېدا کړه، د پي ایس ایل پایلوبه به سبا د پېښور زلمي او ملتان سلطانز ترمنځ ترسره شي. ځاځي په دغه لوبه کې په ۴۴ توپونو ۶۶ منډې وکړې.

رمیض راجا وايي، چې پاکستاني مینه والو تر دې مخکې ځاځی دومره نه و لیدلی و، د هغه په څېر ځینې  نور لوبغاړي هم د افغانستان لوبډله کې شته، اسلام اباد کې د پاکستان ملي لوبډلې ۳ لوبغاړي شته، شاداب خان بیا د پاکستان د شل اوریزې لوبډلې مرستیال کپتان دی، چې ځاځي په دې ټولو منډې وکړې.

هغه زیاتوي، چې حضرت الله ځاځی ډېر نایابه استعداد دی او د هغه د لوبې سټایل له افغانستان څخه یوه خطرناکه لوبډله جوړوي، زه به هېڅ حېرانه نه شم که چېرته افغانستان د پاکستان لوبډلې ته په شل اوریزو لوبو کې ماتې ورکړې.

۵۷ کلن رمیض راجا وايي، چې افغانستان له مخکې نه ډېر قوي توپ اچونکي لري او اوس یې توپوهونکي هم ځلېږي. هغه همدا راز دا هم وویل چې پاکستان د حضرت الله ځاځي په څېر لوبغاړی نه دی پېدا کړی. که چېرته ځاځی همداسې توپوهنې ته دوام ورکړي، نو ډېر څه به بدل شي، همدا راز نجیب الله ځدراڼ هم د یادولو وړ توپوهونکی دی.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …