کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د پاکستان سوپر لیګ اتلې لوبډلې ته ۷۵ میلیونه روپۍ ورکول کېږي
پاکستان سوپر لیګ

د پاکستان سوپر لیګ اتلې لوبډلې ته ۷۵ میلیونه روپۍ ورکول کېږي

د پاکستان سوپر لیګ د اتلې لوبډلې لپاره د پېسو اعلان وشو، هغه لوبډله چې د لوبې اتلولي خپله کړي، نو ۷۵ میلیونه پاکستانۍ روپۍ به په جایزه کې ترلاسه کړي.

د پاکستان کرکټ بورډ د پي ایس ایل د پایلوبې نه یوه ورځ وروسته د ټورنمنټ د غوره لوبغاړو او غوره لوبډلو لپاره د ټاکل شویو پېسو اعلان وکړ.

هره لوبډله چې اتلولي خپله کړي هغه به ۷۵ میلیونه روپۍ ترلاسه کړي او کومه لوبډله چې دویمه راغله، نو هغې ته به ۳۰ میلیونه پاکستاني روپۍ ورکړل شي.

همدا راز د ټورنمنټ غوره لوبغاړي ته ۳ میلیونه روپۍ، زیاتې منډې جوړونکي ته ۸۰۰ زره، ډېرې ویکټې اخیستونکي ته ۸۰۰ زره، غوره ډګر ساتونکي ته ۸۰۰ زره، غوره ویکټ ساتونکي ته ۸۰۰ زره او د سپیریټ اف کرکټ ته به بیا ۳.۲ میلیونه روپۍ ورکړل شي.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ پایلوبه سبا د جون په ۲۴مه نېټه د ملتان سلطانز او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، دا لوبه د افغانستان په وخت ۸:۳۰ بجې پیلېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …