کورپاڼه / بېلا بېل / بنګله دېشی عالم: په فېسبوک کې د ټوکو یا رشخند لپاره د (HaHa) ایموجي کارول حرام دي
بنګله دېشی عالم

بنګله دېشی عالم: په فېسبوک کې د ټوکو یا رشخند لپاره د (HaHa) ایموجي کارول حرام دي

د بنګله دېش یو مشهور عالم احمد الله په خپله تازه فتوه کې ویلي دي، چې په فېسبوک کې د چا په پوسټ د ټوکې یا رشخند لپاره د (هاها) ایموجي کارول حرام دي.

بنګله دېشی مفتي احمدالله چې په فېسبوک او یوټیوب کې له ۲.۲ میلیونو څخه زیات فالوورز لري، په یوه ویډیو کې د فېسبوک د (هاها) ایموجي حرام ګرځولی دی.

د احمد الله په وېنا، دا ایموجي خلک د یو بل د سپکاوي لپاره کاروي چې اسلام د دې اجازه نه ورکوي. هغه وویل، که چېرته دا ایموجي په یو داسې پوسټ وکارول شي، چې هغه پوسټ د ټوکو په اړه وي او مطلب یې ترې د شخص سره ټوکې نه وي، نو بیا یې کارولو کې څه خبره نشته، خو که د یو شخص د سپکاوي لپاره وکارول شي، نو بیا حرام ده.

د فېسبوک ایموجیانې

مفتي احمدالله په خپله ویډیو کې وايي، د خدای لپاره زه له تاسې ټولو نه غوښتنه کوم، چې د دې عمل څخه لیرې واوسئ، که تاسې د کوم مسلمان زړه خپه کړئ، نو هغه به له تاسې سره بده ژبه وکاروي.

د احمدالله په دې ویډیو په زرګونو کسانو غبرګون ښکاره کړی دی، ډېری کسانو د هغه دا پېغام ستایلی دی او په مثبت ډول یې اخیستی دی، خو داسې کسان هم شته چې د هغه دا ویډیو یې ټوکې ګڼلي دي او د (هاها) ایموجي یې ورته کارولې ده.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …