کورپاڼه / روغتيا / عامې روغتیا وزارت کرنټین دوه اونۍ نور هم وغځاوه
کابل کرنټين

عامې روغتیا وزارت کرنټین دوه اونۍ نور هم وغځاوه

په افغانستان کې د کورونا ویروس ناروغۍ د مخنیوي په موخه د عامې روغتیا وزارت کرنټین نور هم د دوه اونیو لپاره غځولی دی، ځکه چې په هېواد کې د کورونا ویروس دریمه څپه اوج ته نږدې ده.

عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي: ((ګرانو هېواد والو! د عامې روغتیا وزارت د تخنیکي غونډې د پرېکړې له مخې، د کورونا ویروس ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي د وقایوي تدابیرو د نیولو په پار هغه قرنطین چې د ٢٢/٣/١٤٠٠ نېټې څخه د دوه اونیو لپاره وضع شوﺉ وؤ، دا دی د ١٨/٤/١٤٠٠ نېټې پورې د دوه اونیو لپاره وغځول شؤ.))

دغه وزارت همدا راز زیاتوي، چې زموږ په هېواد کط د کورونا ویروس درېیمې څپې خپرېدل د اوج خواته د نږدې کېدو په حال کې ده او د پېښو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ټول دولتي او خصوصي ښوونیزې ادارې، ښوونځي، پوهنتونونه، کورسونه، دیني مدرسې د غبرګولي په ۲۲مه نېټې د دوه اونیو لباره رخصت شوی و، خو اوس دا د چنګاښ تر ۱۸مې نېټېې پورې رخصت دي.

د عامې روغتیا وزارت له خلکو څخه غوښتي دي چې له بېړنیو حالاتو پرته دې له کورونو څخه د باندې نه وځي او که چېرته بهر لاړ هم شي، نو د ماسک کارول دې لازمي کړي. همدا راز له خلکو څخه یې غوښتنه کړې ده چې په جوماتونو کې دې هم ټولنیز واټن وکاروي.

دغه وزارت له خلکو ته ویلي دي، چې کورونا جدي ونیسئ تر څو موږ تاسو په روغتونونو کې د اکسیجن او درملنې لپاره اړتیا ونه وینو.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …