کورپاڼه / سياست او روانې چارې / په الوتکه کې د ماسک نه اچولو له امله یو کس ۲۱ زره ډالر جریمه شوی
الوتکه

په الوتکه کې د ماسک نه اچولو له امله یو کس ۲۱ زره ډالر جریمه شوی

هغه سړی چې په الوتکه کې یې ماسک نه اچولو او کله چې له الوتکې څخه کوزول کېده، نو د الوتکې له کارمند سره یې شخړه وکړه، وروسته ۲۱ زره امریکايي ډالر جریمه شو.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، د امریکا فدرالي ادارې د ډیلاس فورټ فورت نړیوال هوايي ډګر باندې له یوې پېښې وروسته یو کس جریمه کړی دی.

د سټېټ په نوم وېبپاڼې د اېف اې اې له قوله لیکلي دي، چې دغه کس د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه په هوايي ډګر او الوتکه کې د ماسک اچولو څخه انکار وکړ، د الوتکې پیلوټ او کارمند له هغه څخه بیا بیا غوښتنه وکړه او ماسک یې هم ورکړ، خو دغه کس ماسک نه اچولو.

اېف اې اې

د دغه کس د ورته عمل له امله پیلوټ الوتکه بېرته وګرځوله او کله چې یاد سړی له الوتکه کوزول کېده، هم د الوتکې په کارمند یې ګوزارونه وکړل او ماسک یې هم ګوزار کړ. په هوايي ډګر کې پولیسو یاد سړی ونیو او په دې اړه یې ترې پوښتنې ګرویږنې پیل کړې.

د یادولو ده چې په الوتکه کې دوه کلن یا د زیات عمر کسانو باندې ماسک اچول لازمي ګرځول شوي دي. د پنجشنبې په ورځ اېف اې اې اته کسان جریمه کړي و، چې یاد کس هم پکې شامل و. په راپور کې ویل شوي دي، چې په روان کال کې ۵۶۳ زره امریکايي ډالر بېلا بېل کسان جریمه شوي دي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …