کورپاڼه / خبرونه / نیوزیلېنډ هندۍ لوبډله ماته او د ټېسټ اتلولي یې خپله کړه
نیوزیلېنډ

نیوزیلېنډ هندۍ لوبډله ماته او د ټېسټ اتلولي یې خپله کړه

نیوزیلېنډ د هند پر وړاندې ښه لوبه ترسره کړه او د ای سي سي ټېسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبې په شپږمه یا وروستۍ ورځ یې هند ته د ۸ ویکټو په ستر توپیر ماتې ورکړه او د ټېسټ نړیواله اتلولي یې په خپل نوم کړه.

هند په دویمه پاڼۍ کې د نیوزیلېنډ لوبډلې ته د ۱۳۹ منډو هدف ټاکلی و، چې یاد هدف نیوزیلېنډ د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په لوبه کې یې د ۸ ویکټو په ستر توپیر بریا خپله کړه.

د نیوزیلېنډ لپاره په دویمه پاڼۍ کې کین ویلیمسن ۵۲ ناسوځېدلې، راس ټیلر ۴۷ ناسوځېدلې، دیون کانوی ۱۹ او ټام لاتم بیا ۹ منډې وکړې. د هند له خوا روي چندرن اشوین ۲ لوبغاړي وسوځول.

د یادولو ده چې د پایلوبې دوه ورځې د باران له امله لوبه هم نه وه ترسره شوې، هند په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۱۷ منډې کړې وې خو په دویمه پاڼۍ کې یې بیا ۱۷۰ منډې وکړې. همدا راز نیوزیلېنډ په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۴۹ منډې کړې وې او په دویمه پاڼۍ کې یې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۰ منډې وکړې.

د ای سي سي ټېسټ نړیوالې اتلولۍ سیالۍ د ۹ بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې، چې هند پکې د ۵۲۰ نومرو سره لومړی او نیوزیلېنډ بیا د ۴۲۰ نومرو سره په جدول کې دویمه لوبډله وه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …