کورپاڼه / تجارتي ليګونه / محمد نبي ۲ لوبغاړي وسوځول او لوبډلې یې ستره بریا خپله کړه
محمد نبي

محمد نبي ۲ لوبغاړي وسوځول او لوبډلې یې ستره بریا خپله کړه

محمد نبي بېګاه په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې ۲ لوبغاړي وسوځول او په ۴ اورونو کې یې ۲۴ منډې ورکړې، چې د هغه لوبډلې ستره بریا هم خپله کړه.

د ویټالیټي بلاسټ یوه لوبه پرون د درهم او نارتهمپټن شایر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د لوبې په پیل کې درهم پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

درهم په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷ منډې وکړې، چې له ډلې یې سین دیکسن ۵۱ ناسوځېدلې، کیمرون بنکرافټ ۲۷ او ګراهم کلارک ۲۶ منډې وکړې. د نارتهمپټن شایر له خوا محمد نبي او ګریم وایټ ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د ۱۵۸ منډو هدف د نارتهمپټن شایر لوبډلې په ۱۷.۵ اورونو کې د ۱ لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ او د ۹ ویکټو په ستر توپیر یې په لوبه کې بریا خپله کړه. د دوی له خوا ریکارډو واسکونسیلوس ۷۸ ناسوځېدلې، اډم راسینګټن ۵۹ او روب کیخ ۱۶ ناسوځېدلې منډې وکړې. د درهم له خوا لیام ټریواسکیس ۱ ویکټ واخیسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه اډم راسینګټن ته ورکړل شوه. دا د نارتهمپټن شایر ۷مه لوبه وه چې ۴مه بریا یې خپله کړه او د ۱۰ نومرو سره په جدول کې دویمه لوبډله ده.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …