کورپاڼه / هنر او کلتور / کرشمه کپور: خاوند مې رانه غوښتنه کوله چې له ملګرو سره یې شپه تېره کړم
کرشمه کپور

کرشمه کپور: خاوند مې رانه غوښتنه کوله چې له ملګرو سره یې شپه تېره کړم

د هندي سینما پخوانۍ مخکښې هنرمندې کرشمه کپور په خپل خاوند تورونه پورې کړې دي، چې له واده وروسته یې ترې غوښتنه کوله چې د هغې له ملګرو سره شپه تېره کړي، خو هغې ترې انکار کړی و.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، کرشمه کپور چې په نویمه لسیزه کې مخکښه اداکاره وه او لسګونه کامیابو فلمونو کې یې کار کړی و، ۱۳ کلن واده یې په ۲۰۱۶ کال کې په طلاق ختم شو، ځکه دا واده یې کامیاب نه شو.

په راپور کې ویل شوي دي، چې کرشمه کپور دوه ځلې مینه وکړه، خو پکې بریالۍ نه شوه، نو له هغه وروسته یې بیا له سنجی کپور سره واده وکړ، خو له سنجی کپور سره واده یې هم وروسته له ناکامۍ سره مخ شو، چې په ۲۰۱۲ کال کې له خپل خاوند نه بیله شوه او په ۲۰۱۶ کال کې یې ترې طلاق واخیست.

کرشمه کپور د خپل خاوند او واده په اړه وايي، کله چې هني مون ته لاړه، نو هلته ترې سنجی کپور غوښتنه کوله چې د هغې له ملګرو سره شپه تېره کړي، خو کرشمه کپور وايي، چې هغې ترې انکار کاوه او له همدې ځایه ورسره د خاوند بد چلند پیل شو، چې بیا ورسره په کور کې د هغې خواښې او نورو غړو هم ښه چلند نه کاوه.

هغه زیاتوي، چې ډېره هڅه یې وکړه چې یوه ښه ښځه ثابته شي، خو خاوند یې دې ته پرې نه ښوده او په داسې کړنو یې مجبوروله چې هغې نه منله. هغه وايي چې یوه ورځ یې ان ملګرو ته وړاندې کړه او ورته یې وویل، چې بولي پرې ولګوي.

کرشمه کپور چې په ۲۰۱۲ کال کې له خپل خاوند نه بیله شوه، نو یو ځل بیا یې په فلمونو کې کار هم وکړ، اوس هغه ټول پام خپلو اولادونو ته دی او د هغوی په پالنه باندې لګیا ده.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …