کورپاڼه / ليکنې / د ګډ ژوند د بریا لپاره څو اړینې لارښوونې

د ګډ ژوند د بریا لپاره څو اړینې لارښوونې

په ګډ ژوند کې ښځه او خاوند باید داسې کوم کار ترسره کړي چې اړیکه یې تر ډېره پورې پاتې شي؟ یو شخص د (Imgur)پر ویبپاڼه د خپل شل کلن ګډ ژوند ګټورې تجربې شریکې کړي.

د میل انلاین د لیکنې له مخې ویل کېږي چې دغه شخص د ځان له پېژندنې پرته ویلي چې ما له شل کاله ګډ ژوند څخه زده کړي، چې ښځه او خاوند باید په ګډه موخې وټاکي او د هغې په لاسته راوړلو کې هڅه کړو او په هره موضوع سره خبرې وکړي.

ښځه او خاوند باید د یو بل له تېر ژوند څخه خبر وي او دا هم باید معلومه کړي چې دوی به د ژوند ملګري نه بدلوي، خو که چېرته په ژوند کې کومه ستونزه راغله، پر یو بل دې پړه نه ور اچوي او جنجال دې نه کوي.

په ګډه دې د ستونزو حل ته پاملرنه وکړي، یعنې خاوند دې د ښځې پر وړاندې نه درېږي بلکې ښځه او خاوند دې د ستونزو پر وړاندې ودرېږي. په ګډه ژوند یوازې تاسې نه یئ بلکې یو بل اړخ هم شتون لري نو هر وخت داسې مه کوئ چې خپله منئ او بل ته پام نه کوئ.

که د ګډ ژوند اړیکې له نیمګړتیا سره مخ شوې نو پر اړیکو مې منفي اغېزې کوي او دا هم باید په ذهن کې وساتئ چې د ګډ ژوند د بریا لپاره یو پر بل باور ډېر مهم دی، نو که چېرته دوی یو پر بل باور ولري نو اړیکې به یې ډېرې ښې او پیاوړي وي.

دا هم ولولئ

خاوند او ښځه

د نارینه وو هغه عادتونه چې ښځې ترې ډېر بد وړي

نارینه ځینې داسې عادتونه لري چې ښځې ور څخه بد وړي، چې د دا ډول …