کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / د پاکستان سوپر لیګ پایلوبه نن د ملتان سلطانز او پېښور زلمي ترمنځ ترسره کېږي
رحمان الله ګربز او حضرت الله ځاځی

د پاکستان سوپر لیګ پایلوبه نن د ملتان سلطانز او پېښور زلمي ترمنځ ترسره کېږي

د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) پایلوبه نن د ملتان سلطانز او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې دا لوبه به د افغانستان په وخت ۸:۳۰ بجې پیل شي.

د ملتان سلطانز لوبډلې سره رحمان الله ګربز او د پېښور زلمي لوبډلې سره بیا حضرت الله ځاځی او وقار سلامخېل لوبېږي. حضرت الله ځاځي پېښور زلمي ته د ۳ لوبې وګټلې او پایلوبې ته یې راورسوله، چې نن به وکتل شي چې په پایلوبه کې څه کمال ښکاره کوي. بلخوا رحمان الله ګربز یوازې یوه لوبه کې لوبېدلی او بیا په بله لوبه کې چانس دی ورکړل شوی.

د یادولو ده چې پېښور زلمي په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان سوپر لیګ اتلولي ګټلې وه، په پایلوبه کې له کوټې ګلیډیټرز سره مخ شوې وه چې د ۵۸ منډو په توپیر یې په لوبه کې بریا خپله کړې وه، خو ملتان سلطانز بیا په لومړي ځل پایلوبې ته لار پېدا کړې ده.

که د دواړو لوبډلو ترمنځ تېرو لوبو ته وکتل شي، نو په روان لیګ کې دواړه لوبډلې دوه ځل مخ شوې دي، چې لومړۍ لوبه زلمي په ۶ او دویمه لوبه سلطانز په ۸ ویکټو ګټلې ده، په تېرو پنځه لوبو کې بیا سلطانز ۳ او زلمي ۲ لوبې ګټلې دي.

د پېښور زلمي احتمالي نوملړ: حضرت الله ځاځی، کامران اکمل (ویکټ ساتونکی)، جوناتن ویلس، شعېب ملک، رومان پاویل، شیرفان رودرفورډ، عماد بټ، وهاب ریاض (لوبډلمشر)، عمید اصف، محمد عرفان او محمد عمران.

د ملتان سلطانز احتمالي نوملړ: شان مسعود\رحمان الله ګربز، محمد رضوان (لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی)، سهیب مقصود، ریلي روسو، جانسن چارلس، خوشدل شاه، سهیل تنویر، عمران طاهر، بلیسنګ موزرباني، عمران خان او شاهنواز دهاني.

دا هم ولولئ

کوشل پریرا: بنګله دیش به په ماتې ورکولو سره لوبلړۍ پیلوو

د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې تکړه ویکټ ساتونکی توپ وهونکې او د بنګله دیش …