کورپاڼه / جالب / ساینسپوهانو داسې ټیکنالوژي تیاره کړې چې په مرسته به یې روبوټونه بچي زېږوي، خو ….

ساینسپوهانو داسې ټیکنالوژي تیاره کړې چې په مرسته به یې روبوټونه بچي زېږوي، خو ….

د مصنوعي ځیرکتیا د روبوټیکې ټیکنالوژۍ نقادانو په دې اړه له وړاندې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه ټیکنالوژي د انسانیت لپاره خطرناکه تمامېږي، خو اوس د بریتانیې او هالینډ ساینسپوهانو په دې ټیکنالوژۍ کې یوه داسې وېروونکې اضافه کړې چې د نقادانو اندیښنې رښتیا ثابتېږي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې د بریتانیې او هالینډ ساینسپوهانو داسې ټیکنالوژي تیاره کړې، چې په مرسته به یې دوه روبوټونه سره یوځای کېږي او بچیان به پیدا کوي او په دې عمل کې به انساني څارنه د نشت برابره وي.

راپور زیاتوي چې ددې ټیکنالوژۍ په مرسته به داسې فارمونه جوړېږي، چې روبوټ به نوي روبوټونه پیدا کوي او پخپله به خپل شمېر ډېروي. یوازې دا نه بلکې موجوده روبوټونه به په راتلوونکو روبوټونو ټیکنالوژۍ ته نور هم پرمختګ ورکړي.

په دې اړه ساینسپوه ایما هارټ وایي چې په دې ټیکنالوژۍ کې به دوه روبوټونه یعنې والدین خپله (ډیجیټل ډي این ای) سره ګډه کړي او نوي روبوټونه (بچیان) به پیدا کوي او دا کار به پخپله کوي، انساني څارنې ته به اړتیا نه لري.

ددې ټیکنالوژۍ مخالفین وایي چې په دې طریقه به روبوټونه نه یوازې دا چې خپلو ځانونو ته به پرمختګ ور کړي بلکې د شمېر د ډېرولو وړتیا به هم ترلاسه کړي، له دې وروسته به د پرېکړې وړتیا ترلاسه او پر انسانانو به د غالبې هڅه وکړي، چې بیا د انسانانو او د روبوټونه ترمنځ جنګ وشي او داسې جنګ به وشي چې انسانان به له تباهۍ سره مخ کړي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …