کورپاڼه / جالب / یو کښتۍ چلوونکې سل کاله پخوانی لیک ترلاسه کړی

یو کښتۍ چلوونکې سل کاله پخوانی لیک ترلاسه کړی

د امریکا په مشیګن ایالت کې یوه کورنۍ د سیاحت لپاره له کور څخه ووتل او په دې دوران کې یې له کښتۍ چلونې خوند اخیست، په شور او مستۍ کې له بهرنۍ نړۍ بې خبره ول، خو دا وخت د کښتۍ کپتان جینیفر ډوکر په اوبو کې یو بوتل ولید او داسې څه ورڅخه ترلاسه کړل چې حیران به شئ.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي کله چې جینیفر ډوکر بوتل پرانیستو نو ویې لېدل چې په بوتل کې یو داسې لیک موجود و، چې تقریباً ساله پخوانی و، دا خط په ۱۹۲۶ کال لیکل شوی و او له پاسه یې پرې لیکلي ول:((چاچې دا لیک ترلاسه کړ، هغه دې دا لیک د مشیګن د شیبویګن ښار اوسیدونکې جارج مورو ته ورسوي.))

د کښتۍ کپتان وایي چې د لیک عکس یې پر فیسبوک خپور کړی او له ټولې پېښې یې خلک خبر کړي او غوښتنه یې کړې چې د جارج مورو په نوم شخص دې ورسره ولټوي، چې بیا څو ورځې وروسته یو چا خبر ورکړو چې جارج مورو یې د کور ترڅنګ اوسېږي.

خو جارج مورو ډېر کلونه پخوا مړ شوی و او د هغه په کور کې یې لور اوسیده. چې بیا جینیفر ډوکر په هماغه ادرس د جارج تر کوره ورسید او هلته یې لور مشعیل پریمیو هرکلی وکړ او نوموړي ته یې وویل چې جارج ډوکر کوم بل څوک نه و بلکې هماغه د لیک لیکونکی و، چې بیا لیک ور وسپاره.

مشعیل وایي چې د لیک په ترلاسه کولو هم خوشحاله یم او هم حیرانه، زه پوهېږم چې پلار مې وړو، وړو کارونه ته پام و. یوه ورځ چې کله مو د کور لاندنۍ برخه جوړوله نو پلار مې لیک ولیکه او په دېوال کې کېښود.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …