کورپاڼه / خبرونه / د انټي وایروس (McAfee) بنسټ ایښودونکې جوهن مکافي ځانوژنه وکړه

د انټي وایروس (McAfee) بنسټ ایښودونکې جوهن مکافي ځانوژنه وکړه

د مشهور انټي وایروس (McAfee) جوړونکي جوهن مکافي، چې د هسپانیې په یو زندان کې بندي و، بالاخره د پنځه اویا کلونو په عمر یې ځانوژنه وکړه.

د امریکایي ورځپاڼې نیویارک پوسټ د راپور له مخې ویل کېږي، چې جوهن مکافي تېر کال د اکتوبر په میاشت کې نېول شوی و، چې بیا یې امریکا ته د سپارلو قضیه روانه وه، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ محکمې پرېکړه وکړه چې امریکا ته به یې سپاري.

راپور زیاتوي چې د محکمې له پرېکړې وروسته جوهن مکافي د بارسلونا په زندان کې ځانوژنه وکړه. چارواکي وایي چې له زندان څخه یې د نوموړي جسد ترلاسه کړي او ټولې نښې، نښانې د ځانوژنې شاهدي وایي.

د یادولو وړ ده چې د جوهن مکافي پر وړاندې پر امریکا څو مالي قضیې شتون لري او ترڅنګ د ټیني سي په ولسوالۍ کې پرې د څو میلونو ډالرو د مالیاتو د نه ورکړې لس تورونه هم دي.

دغه راز د هیټن فدرالي محکمې په نوموړي د کرپټو کرنسۍ له لارې د درغلۍ جرم هم شته او د خپل ملګري سره یوځای دیارلس میلونه ډالر وهلي دي، خو مکافي د انټي وایروس د بنسټ ایښودونکې په توګه پېژندل کېږي او په ۱۹۸۷ کال یې د (McAfee) بنسټ کېښود.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …