کورپاڼه / اسعار / ۳ سرطان ۱۴۰۰: د امریکايي ډالرو او نورو اسعارو تازه نرخونه
افغانۍ او بهرني اسعار

۳ سرطان ۱۴۰۰: د امریکايي ډالرو او نورو اسعارو تازه نرخونه

امریکايي ډالر چې پرون ډېر پورته تللی و، په پروني نرخ نه دی پاتې، خو دومره هم نه دی ارزان شوی، بلکې یوازې ۵ پوله یې نرخ راکوز شوی دی.

نن (۳ سرطان ۱۴۰۰ \ ۲۴ جون ۲۰۲۱) د پنجشنبې په ورځ په سرای شهزاده کې ۱ امریکايي ډالر په ۷۹.۱۵ افغانۍ دی، چې پرون په ۷۹.۲۰ افغانۍ و.

همدا راز د پاکستان ۱۰۰۰ کلدارې په ۴۹۴ افغانۍ، د ایران ۱۰۰۰ تومان په ۳.۳۰ افغانۍ، د جاپان ۱۰۰۰ ین په ۷۰۰ افغانۍ، د هند ۱۰۰۰ کلدارې په ۱۰۷۰ افغانۍ، د چین ۱ ین په ۱۱.۷۰ افغانۍ، د روسیې ۱ روبل په ۱ افغانۍ او د ترکیې ۱ لیره بیا په ۹.۵۰ افغانۍ ده.

د سعودي عربستان ۱ ریال په ۲۰.۸۰ افغانۍ، د بحرېن ۱ دینار په ۱۹۹ افغانۍ، د قطر ۱ ریال په ۱۹.۸۰ افغانۍ، د کویټ ۱ دینار په ۲۵۶ افغانۍ او د متحده عربي اماراتو ۱ درهم په ۲۱.۴۰ افغانۍ دی.

همدا راز د سویډن ۱ کرون په ۹ افغانۍ، د ناروې ۱ کرون په ۸.۹۰ افغانۍ، د کاناډا ۱ ډالر په ۶۲.۵۰ افغانۍ، د اسټرالیا ۱ ډالر په ۵۸.۵۰ افغانۍ، د سویس ۱ فرانک په ۸۴.۵۰ افغانۍ، د انګلستان ۱ پاونډ په ۱۰«ږ۳۰ افغانۍ او ۱ یورو په ۹۴.۴۰ افغانۍ دی.

د یادولو وړ ده چې د اسعارو دا تازه نرخ د سرای شهزاده څخه ترلاسه شوی دی، د ورځې په جریان کې هم اسعار ښکته او پورته کېدای شي.

دا هم ولولئ

کلداره او ډالر

د پاکستانۍ کلدارې بې ارزښتي، ډالرو پرې ریکارډ جوړ کړی

په افغانستان کې د ډالر د چټک لوړوالي او بېرته د راکوزېدو وروسته ډالر د …