کورپاڼه / روغتيا / نوی نسل ولې د ژور خپګان ښکار ګرځي؟

نوی نسل ولې د ژور خپګان ښکار ګرځي؟

د نړۍ په هر هیواد کې په یو نه یو ډول ټولنیزې برابرۍ شتون لري، چې په سبب یې خلک په سبب د ذهني ګډوډۍ ښکار ګرځېدلي، چې بیا بالاخره د ځان وژنې په څېر خطرناک شکل اختیارولی شي.

ځانوژنه ځینې تحریک کوونکي سببونه هم لري چې عبارت دي له ذهني ناروغیو، بدې تجربې، ځور، ډار، وېره، د شخصیت خام والی، د نشه یي درملو استعمال، غذایي ستونزې، بې روزګاري، یوازیتوب، د اړیکو ستونزې، جینټکي ستونزې، د خواهشاتو نه پوره کېدنه، خطرناکې ناروغۍ، همیشنی درد، مالي ستونزې او نور.

همدغه راز په ازموینه کې ناکامي، په کم عمر کې واده، کورنۍ ستونزې، ملامتونه، د بې عزتۍ وېره، منفي فکرونه او جنجال هم د ځان وژنې سببونه ګڼل کېږي او یو بل حقیقت دادی چې د هرې ځانوژنې تر شا بېله کېسه وي.

زموږ په ټولنه کې له ذهني ناروغیو څخه پوهاوی د نشت برابر دی، چې یو لوی لامل یې زموږ ټولنیز نظام دی، یعنې زموږ ټولنه له هر څه ډېر خپلو روایاتو، دودونو او رواجونو ته ډېر ارزښت ورکوي او ژور خپګان د یو ځانګړي کیفیت نوم دی چې ناروغ شخص ځان یوازې، خپه او ناکام ګڼي، نو که چېرته په داسې حالاتو کې له ناروغ شخص سره مرسته ونه شي نو ذهني حالت یې نور هم خرابېږي.

اندیښنې یا تشویش ته د ژور خپګان غبرګونې خور هم ویل کېږي، که څه هم ژور خپګان ناروغ د یو ناکام انسان په توګه وړاندې کوي، نو اندیښنه یې ډار او وېره ډېروي او د ژوند سفر یې د جمود ښکار ګرځوي او له انسان څخه خوښې، هیلې او مینه هر څه اخلي.

د ژور خپګان څخه د ژغورلو لپاره اسلام امر کوي چې ساده ژوند وکړئ، له صبر څخه کار واخلئ، نوي نسل ته اسلامي روزنه ورکړئ، تعلیمي ادارې باید په دې برخه کې مهم رول ولوبوي، شعور یې بیدار کړي، ناهیلي یې ختمه کړي او د پرمختګ لارې ته یې سوق کړي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …