کورپاڼه / جالب / د مصر لرغونی مومیایي شوی جسد په ایټالیا کې سي ټي سکین کېږي

د مصر لرغونی مومیایي شوی جسد په ایټالیا کې سي ټي سکین کېږي

د ایټالیا په یو روغتون کې د مصري مومیایي جسد د پټو رازونو یا معلوماتو د روښانه کولو لپاره له سي ټي سکین څخه ګټه اخیستنه پیل شوې.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه مومیایي شوی جسد د انکی کونسو په نوم د یو پخواني مذهبي مشر دی او د ایټالیا د ختیځ ښار برګامو د لرغونو آثارو له یو موزیم څخه د میلان ښار د پولي کلینیکو روغتون ته وړل شوی.

راپورونه زیاتوي چې دغه مومیایي شوی جسد یې ځکه روغتون ته وړی، ترڅو د نوې ټیکنالوژۍ په مرسته د لرغوني مصر په مومیامۍ کې پټ رازونه راڅرګند کړي.

د ایټالیا لرغونپوهان به د انکی کونسو، چې تقریباً درې زره کاله پخوانی مومیایي شوی جسد دی، تر څېړنو لاندې ونیسي او د هغه د ژوند او خښولو پر دودونو به رڼا واچوي.

د مومیایي شوي جسد د پروژې مشر سبینا ملګورا په دې اړه پخپلو خبرو کې وایي، چې مومیایي شوي جسدونه په عملي توګه یو بیولوژیکي موزیم دی او دا هماغه ډول دي لکه یو ټایم کپسول چې وي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …