کورپاڼه / خپلواک / څوک غواړي چې ميليونر شي؟ کې د ۷۰ ميليونه روپيو پوښتنه، چې د شهزاد په اړه وه
اميتاب بچن

څوک غواړي چې ميليونر شي؟ کې د ۷۰ ميليونه روپيو پوښتنه، چې د شهزاد په اړه وه

خپلواک وېبپاڼه (۱۳ نومبر ۲۰۱۹): د (څوک غواړي چې ميليونر شي يا کون بنيګا کروړپتي) (KBC) په روان پړاو کې ډېر کسان ځلېدلي دي. په دغه خپرونه کې له برخه اخيستونکو څخه پوښتنې کېږي او د سم ځواب په ورکولو سره خلک کولای شي ښې ډېرې پېسې وګټي.

تراوسه پورې څلور کسان داسې راغلي دي چې هغوی د دغه خپرونې (جاکپاټ) ته رسېدلي دي، جاکپاټ معنا د ۷۰ ميليونه روپيو پوښتنه، خو همدغه څلور کسان دي چې تراوسه يې ۱۰-۱۰ ميليونه يا ۱ کروړ روپۍ ترلاسه کړي دي، ځکه د ۷ کروړه يا ۷۰ ميليونه روپيو پوښتنه وروستۍ پوښتنه ده خو تراوسه يې په ځواب څوک نه دي توانېدلي.

وروستی کس چې ۱۰ ميليونه روپۍ يې وګټلې، هغه اجيت کمار و. نوموړي په خپرونه کې د هرې پوښتنې ښه ځواب ورکړ او ښايي يوازينی کس وای چې ۷۰ ميليونه روپۍ يې ترلاسه کړې وای، خو په وروستۍ پوښتنه کې هغه لوبه پرېښوده او ۱۰ ميليونه روپۍ يې ترلاسه کړې.

خو د دغه وروستۍ پوښتنې په اړه که نور څوک نه، خو د کرکټ مينه وال ځکه خپه شو، چې دا وروستۍ پوښتنه د کرکټ په تړاو وه.

د اجيت کمار په وينا، چې هغه د پوليسو په يوه زندان کې هم کار کړی دی، خو له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې د هند د اورګاډو په اداره کې کار کوي. همدا راز نوموړي دوه کاله په يوه زندان کې او ۸ کاله په بل زندان کې هم دنده ترسره کړې ده.

اجيت کمار د (هغه کوم سټېلايټ و چې په لومړي ځل برېتانيه په برياليتوب سره ترسره کړ؟) نوموړي يې سم ځواب ورکړ او ۱۰ ميليونه روپۍ يې وګټلې. د دغه پوښتنې ځواب (پروسپيرو) و، خو نوموړي د دغه پوښتنې لپاره هغه خپل ۵۰-۵۰ لايف لاين وکاراوه، چې دا يې وروستی لايف لاين و.

له هغه وروسته د ۷۰ ميليونه روپيو لپاره بله پوښتنه دا ډول وه: ((د کرکټ هغه کوم لوبغاړی دی چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې په يوه ورځ کې په دوه بېلا بېلو لوبو کې دوه پنځوسيزې ووهلې؟)) چې په څلورو ځوابونو کې ورته نوروز منګل، محمد حفيظ، محمد شهزاد او شکېب الحسن نومونه ورکړل شوي و.KBC Question

د دغه پوښتنې ځواب (محمد شهزاد) دی، ځکه نوموړي د عمان او ايرلېنډ پر وړاندې په يوه ورځ کې په دوه لوبو کې دوه پنځوسيزې وهلې وې. خو اجيت ته د دغه پوښتنې ځواب نه و معلوم او هغه پرېکړه وکړه چې خپرونه په همدغه ځای کې پرېږدي.

ځکه خپرونه پرېښوده، ځکه چې هغه بل لايف لاين هم نه درلوده. اميتاب بچن چې د دغه خپرونې کوربه دی، هغه ورته وويل چې بيا هم يو کس انتخاب کړه، تر څو موږ سم ځواب ترلاسه کړو، خو هغه چې کوم کس انتخاب کړ، د هغه ځواب غلط و.

نوموړي د څوک غواړي چې ميليونر شي خپرونې څخه ۱۰ ميليونه روپۍ ترلاسه کړې او د تګ پر مهال د هغه مخ له خوشحالۍ ډک و.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …