کورپاڼه / روغتيا / د سهار پیل په دار چیني سره وکړئ او لاندې حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار پیل په دار چیني سره وکړئ او لاندې حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

آیا پوهېدئ چې د مساله جاتو له جملې شمېرل کېدونکې دار چیني څومره ګټوره وي او که چېرته سهار په نهاره سره استعمال شي زموږ پر روغتیا به څومره اغېزې پریباسي؟

دار چیني په اسیایي هیوادونو سریلانکا، هندوستان، چین او د افریقا په بېلابېلو سیمو کې موندل کېږي، چې په اصل کې د ونې پوستکی وي او په ترکاریو کې د مسالې په توګه استعمالېږي.

خو که چېرته سهار وختي استعمال شي نو ډېرې حیرانوونکې روغتیایي اغېزې لري. روغتیایي کارپوهان وایي چې دار چیني د فایبر یوه ښه ذریعه ده او په سل ګرامو دار چیني کې درې پنځوس اعشاریه درې ګرامه فایبر وي او ترڅنګ یې اوسپنه او کلسیم هم لري.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي که چېرته سهار وختي یو کاچوغه میده شوې دار چیني وکارول شي نو له هضم نېولې تر شکر او د زړه د ناروغیو څخه خوندیتوب رامنځته کوي. ددې لپاره کولی شئ چې په چایو، کافي یا شېدو څخه ګټه واخلئ او دار چیني پکې واچوئ.

همدغه راز که چېرته د ورځې پیل په دار چیني سره وشي نو د بدن د انسولینو کچه ښه ساتي او په پایله کې د وینې شکر برابر ساتي، هضم ښه کوي او د کولمو په پاکولو کې مهم رول لوبوي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …