کورپاڼه / جالب / هغه غڼې چې له ځان څخه غټ ماران خوري

هغه غڼې چې له ځان څخه غټ ماران خوري

آیا دا امکان لري چې یوه غڼه دې له خپل ځان څخه غټ مار ښکار کړي او ویې خوري؟نوي ساینس ددې پوښتنې ځواب په (هو) سره وایي.

د اراکنالوژۍ په ژورنال کې د یوې په زړه پورې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د امریکا او سویټزرلینډ ساینسپوهانو ۳۱۹ داسې پېښې بیان کړي چې غڼو ماران ښکار کوي.

په دې پېښو کې ۲۹۷ یې په طبیعي چاپیریال او ۲۲ په ژوبڼ یا لابراتوارونو کې رامنځته شوي او دغه حملې له انتارکتیکا پرته په ټولو لویو وچو کې پېښې شوي، چې ډېرې یې په امریکا او استرالیا کې په ترتیب سره ۵۱ سلنه او ۲۹ سلنه واقع شوي.

له څېړنې موندل شوې، هغه ماران چې د غڼو ښکار ګرځیدلي تر ډېره واړه دي، چې اوسط اوږدوالی یې ۲۷ سانتي میترو پورې و، خو داسې ماران هم پکې شامل دي چې تر ۱۰۰ سانتي پورې یې اوږدوالی رسېده او دا د مارانو ۹۰ ډوله جوړوي، چې ۷ کورنیو پورې اړه لري.

بل لوري ته د غڼو ډولونه بیا تر ۴۰ پورې رسېږي، چې ۱۱ کورنیو سره اړیکه لري او له پرته د (Theridiis) غڼو بیا شپېته سلنه د مارانو د خوړلو پېښې ثبت شوي، چې جسامت یې یوازې ۰.۶ سانتي میترو څخه تر ۱.۱ سانتي میترو پورې رسېږي او داسې ځواکمن جالونه جوړوي چې ماران ترې ځان نه شي ژغورلی.

همدغه راز اوه ډول ځانګړو غڼو یو ډول عصبي زهر شېندل چې ماران یې له حرکته غورځول، ټوټه کول یې او بیابه یې خوړل.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …