کورپاڼه / جالب / مصري خور او ورور د اوږدو پښو او لاسونو په لرلو نړیوال ریکارډونه جوړ کړي

مصري خور او ورور د اوږدو پښو او لاسونو په لرلو نړیوال ریکارډونه جوړ کړي

هدی شحاته او محمد شحاته دواړه د مصر اوسیدونکې او خور او ورور دي، دوی دواړو په نړۍ کې د اوږدو لاسونو او پښو په درلودلو پنځه نور ریکارډونه هم پخپل نوم کړي چې د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو ادارې هم پخلی کړی دی.

راپور وایي چې دواړه یعنې خور او ورور په مجموعي ډول دیارس فوټه او اوه اینچه ونه لري. د څلور دیرش کلن محمد شحاته د کیڼ لاس (ورغوی او ګوتې) اوږدوالی ۱۲.۳۳ اینچه او د دواړو مټو پراخوالی یې ۸ فوټه او ۲.۵ اینچه ده چې د سینې پراخوالی هم پکې شامل دی.

په دې ډول محمد شحاته په ترتیب سره د غټ لاس او د اوږدو مټو لرونکی نارینه شو او دواړه ریکارډونه یې په نوم شول. بل لوري ته د ګنیز ادارې د هغه خور هدی شحاته د دریو ریکارډونو لرونکې میرمن ګڼي.

د هغه ښي پښه یو فوټه ۱.۰۲ اینچه اوږده ده، چې په ښځو کې ترټولو غټه پښه ده او ښی لاس یې (له ورغوي تر ګوتو) ۹.۵۶ اینچه اوږد دی چې په ښځو کې ترټولو غټ لاس ګڼل کېږي او د لاسونو پراخوالی یې ۷ فوټه، ۸.۴ اینچه دی.

دوی دواړه د مصر پایتخت قاهرې ته نږدې استوګن دي. ډاکتر وایي چې شاید د دوی غدې خرابې وي چې په همدې سبب یې هورمونونه ډېر افرازېږي او دواړه د نورو په پرتله په ونه کې لوړ انسانان دي.

هدی شحاته له ګنیز ادارې سره په خبرو ویلي چې تر دولس کلنې پورې یې ونه د عامو ماشومانو په څېر وه او له هغې وروسته یې ونه په لوړېدو شوه. که څه هم دوی منځني عمر رسېدلي خو بیا یې هم ونه لوړېږي چې د روغتیا لپاره خطرناک ګڼل کېږي، نو باید عملیات یې ترسره شي او ستونزه یې حل شي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …