کورپاڼه / هنر او کلتور / محکمې کمال آر خان ته ویلي چې د سلمان خان پر وړاندې دې له سپکاوي ډک بیانونه نه ورکوي

محکمې کمال آر خان ته ویلي چې د سلمان خان پر وړاندې دې له سپکاوي ډک بیانونه نه ورکوي

د هند یوې محکمې د بالیووډ د فلمونو نقاد کمال آر خان ته ویلي، چې د سلمان خان پر خلاف به له سپکاوي ډک بیانونه نه ورکوي.

د هندي فلمونو شنونکې او اداکار کمال آر خان د سلمان خان په وروستي فلم (رادی) چې په تېر اختر کې خپور شو، نه یوازې دا چې نېوکې وکړې، بلکې د هغه پر وړاندې یې سپکه ژبه هم وکاروله، چې له هغې وروسته سلمان خان محکمې ته مراجعه وکړه او پر وړاندې قضیه ثبت کړه.

له هغې وروسته کمال آر خان ټویټر ته مخه کړه او د سلمان د شخصیت خرابوالو لپاره یې د ټویټونو او ویډیوګانو څخه ګټه پورته کړه، خو اوس محکمې کمال آر خان ته حکم وکړ چې د سلمان خان، د هغه کورنۍ، فلم، د فلم لارښود، پروډکشن په وړاندې دې له سپکاوي ډک بیانونه نه ورکوي.

کمال آر خان د محکمې د پرېکړې په غبرګون کې وایي چې هیڅکله یې د سلمان خان پر خلاف له سپکاوي ډک بیان نه دی ورکړی، بلکې په پوره رښتینولۍ سره د فلمونو شننه کوي.

د یادولو وړ ده چې سلمان خان د کمال آر خان پر وړاندې هغه وخت قضیه ثبت کړه، کله چې د هغه وروستی فلم یې تحلیل کړ. کمال آر خان وایي لکه چې زما تحلیل پر سلمان خان اغېزې کړي، نور به یې په یو فلم هم شننه نه کوم.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …