کورپاڼه / جالب / حیرانوونکې څېړنه: د خوب دا ډول مو میلونر کوي

حیرانوونکې څېړنه: د خوب دا ډول مو میلونر کوي

د شپې لخوا د آرامه خوب کولو ګټې هر چا معلومې دي او همدا سبب دی چې ډېر خلک د همدې لپاره خپلې بسترې او بالښت ته ډېره ارزښت ورکوي. دغه راز د هر انسان د خوب کولو انداز هم یو شان نه وي او دا متل به مو هم اورېدلي وي چې څوک خوبونه کوي نو مېښې یې نر کټي زېږوي.

اوس څېړونکو ویلي چې د انسان د خوب انداز د هغه پر ژوند نېغ په نېغه اغېز کوي. په دې اړه څېړونکو یوه سروې ترسره کړې چې ۵۴۳۸ کسان پکې شامل ول او د هغوی د خوب کولو انداز او د عملي ژوند ورته والی یې وڅېړه.

دغه راز په دې هم څېړنې وکړې چې په عملي ژوند کې خپګان یا اندیښنه د خلکو د خوب په انداز کې بدلون راوستلی شي. له پایلو معلومه شوه، هغه کسان چې په آزاد او آرام ډول سره خوب کوي، هغوی پخپل عملي ژوند کې تر ډېره بریالي وي.

د یوې سروې له مخې دا ډول نهه ویشت سلنه خلک په کلني ډول پنځه اویا زره ډالر ګټي. څېړونکې وایي هغه کسان چې ستوني ستغ وېده کېږي که څه هم د روغتیا له نظره ښه نه وي، خو دا ډول خلک ډېر بریالي وي.

هغه کسان چې د ماشومانو په څېر وېده کېږي، که څه هم دغه انداز د ټولو خوښېږي، خو دوی په عملي ژوند کې ډېر لږ بریالي کېږي، دوی آرامه خوب کوي خو ډېرې پیسې نه شي ګټلی.

هغه کسان چې بالښت یې ځان پورې نېولی وي، دا ډول خلک په ژوند کې تر دیارلس سلنو بریالي وي، یعنې دوی په ځان لږ باور لري. همدغه هغه کسان په داسې ډول سره خوب کوي لکه په فکر کې چې ډوب وي، دوی په ژوند کې یوازې نهه سلنه له بریالیتوب سره مخ کېږي چې ډېره کمه ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …