کورپاڼه / جالب / په مصر کې یوې اوزې داسې بچی زېږولی چې سر یې د بېزو په ډول دی

په مصر کې یوې اوزې داسې بچی زېږولی چې سر یې د بېزو په ډول دی

په مصر کې د یوې اوزې داسې بچی پیدا شوی، چې عکسونه یې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي او خلک یې په لېدو د حیرانۍ سره مخ شوي.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د وزې دغه بچی د مصر د سیوټ ګورنري ښار په الهدایه کلي کې پیدا شوی، چې سر یې د بېزو په ډول و او دوه ورځې وروسته مړ شو.

د اوزې څښتن وایي چې هغه وخت له ډېرې حیرانۍ سره مخ شو، کله چې یې وزه پورته او هغې یو ډېر عجیب بچی وزېږاوه. بل لوري ته د حیواناتو ډاکتر محمد یوسف وایي چې د داسې اوزې پیدایښت ممکن نه دی چې سر یې د بېزو په ډول وي، بلکې دا پیدايښتي نیمګړتیا ده.

دغه راز د قاهرې پوهنتون وترنر ډاکتر ایمان بکر وایي چې دغه د اوزې جینټیکي ستونزې دي چې دا ډول بچی یې زېږولی یاهم ممکن د چاپیریال یا د کوم وایروس اغېزې هم کیدلی شي.

نوموړی زیاتوي چې دغه ډول پېښې په ډېره کمه اندازې سره پېښږي او دغه ډول حیوانات تر ډېره ژوندي نه پاتې کېږي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …