کورپاڼه / روغتيا / په غذایي رژیم کې له کومو خوراکي توکو ګټه پورته کړو؟

په غذایي رژیم کې له کومو خوراکي توکو ګټه پورته کړو؟

پالک او دال چې پخپل جوړښت کې بې شمېره ګټور غذایي توکي شتون لري، نه یوازې دا چې پر روغتیا مثبتې اغېزې پرېباسي، بلکې د وزن کمولو سربېره د ویښتانو او پوستکي لپاره هم ګټو وي.

خو پوښتنه داده چې له پالکو او ډول به څه ډول ترکاري تیاروو؟ اړین توکي یې دادي، پالک، د ورېژو اوړه، نعناع، هوږه، ادرک، مرچک، ګرمه مساله، مالګه، وچ سور مرچ، شنه مرچک، هګۍ او لږ غوړي.

لومړی به پالک ووینځې، نري، نري پرې کړئ او اوبه به یې وچې کړئ او دال به هم ووینځئ او په یو دیګ کې به یې واچوئ.

دغه راز وچ مرچک، پرې شوي مرچک، ګرمه مساله، هوږه، ادرک او مالګه به ور واچوئ، ښه به یې وایشوئ او شنه دڼیا به ور شامله کړئ. کله چې دال وایشېدل نو میده به یئ کړئ.

اوس به په پالکو کې هګۍ، نعناع، شین مرچک، شنه دڼیا او د ورېژو اوړه ور واچوئ، ښه به یې سره ګډ کړئ او سره به یې کړئ نو ترکاري به تیاره شي نو ګټه ترې پورته کړئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …