کورپاڼه / روغتيا / هغه ارزانه بیه توکي چې غاښونه مو سپینوي

هغه ارزانه بیه توکي چې غاښونه مو سپینوي

د سپینو غاښونو ژېړېدل عامه ستونزه ده چې تقریباً هر یو ورسره مخ کېدلی شو، خو ځینې د غاښونو د ښکلي کولو لپاره قیمتي توکي استعمالوي ترڅو څېره یې زړه راښکونکې وبریښي، خو باید ووایم چې ځینې ارزان بیه توکي هم د غاښونو د سپینوالي سبب کېږي.

خامې ګازرې پر غاښونو د راټول شوي ژېړوالي چې (پلاک) ورته وایي، په ختمولو کې مرستندویه تمامېږي.

نو که چېرته پر غاښونو ووهل شي یاهم وخوړل شي نو د غاښونو تللی سپینوالی بېرته راګرځوي او ترڅنګ یې میکروبونه له منځه وړي.

دغه راز ځمکي توتان هم د غاښونو لپاره ګټور وي، ددې لپاره دوه ځمکي توتان راواخلئ، په کاچوغه یې میده کړئ، کله چې یې د کریمو شکل غوره کړ نو تر دریو دقیقو یې پر غاښونو پرېږدئ او بیا یې ووینځئ.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې ځمکي توتان د طبیعي انزایمو میلیک اسید خزانه وي، چې د غاښونو د سپینوالي سبب ګرځي او ترڅنګ فایبر د خولې او غاښونو میکروبونه له منځه وړي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …