خپلواک وېبپاڼه (۱۳ نومبر ۲۰۱۹): د ويسټ انډيز لوبډلې لوبغاړي نيکولاس پوران باندې د افغانستان سره په لوبه کې د توپ خرابولو له امله د ۴ لوبو بندېز ولګېده.
پر نيکولاس پوران د کرکټ د نړيوالې شورا کوډ آف کنډکټ عملي شو، چې د افغانستان او ويسټ انډيز په دریمه يو ورځنۍ لوبه، چې د هند په لکنو کې ترسره شوې وه، کې يې توپ سره ورانی کړی و.
نيکولاس پوران د ارټیکل ۲.۱۴ نه سرغړونه کړې وه او د توپ د حالت بدلولو هڅه يې کړې وه، چې د ويډيو ترلاسه کېدو او د هغې له څېړلو وروسته پر هغه باندې د څلورو لوبو بندېز ولګېده، چې د افغانستان او ويسټ انډيز په راتلونکو شل اوريزو لوبو کې به ونه لوبېږي او همدا راز د هغه په ريکارډ کې د ناسم کردار ۵ نومرې هم زياتې شوې.
نيکولاس پوران خپله تېروتنه ومنله، نو له همدې امله د دغه پېښې په برخه کې کومه ځانګړې ناسته نه ترسره کېږي چې نيکولاس پوران دې ورته وړاندې شي.
پر نوموړي د ۴ لوبو د بندېز پرېکړه د لوبې لوبڅارانو بسم الله شينواري او احمد دراني او همدا راز دريم لوبڅار احمد بکتين او عزت الله ساپي وکړه.
د دغه ډول تېروتنو له امله لوبغاړي ته د هغه د ناسم چلند په برخه کې ۵ نومرې ورکول کېږي او همدا راز د ۲ ټېسټ سياليو او د ۴ يو ورځنيو يا شل اوريزو سياليو بندېز پرې لګول کېږي.
نيکولاس پوران له دغه بندېز وروسته په خپلو خبرو کې وويل، چې زه د خپلې لوبډلې له ټولو لوبغاړو، مينه والو او د افغان لوبډلې له ټولو لوبغاړو څخه د دغه تېروتنې په تړاو بخښنه غواړم، چې ما په لکنو کې د افغانستان او ويسټ انډيز په دريمه لوبه کې ترسره کړه.
هغه وويل، چې زه د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه منم او په راتلونکي کې به خپل ځان له دا ډول تېروتنو څخه منم.