کورپاڼه / جالب / د نړۍ هغه یواځینۍ جوړه چې ونې یا قدونه یې سره ډېر توپیر لري

د نړۍ هغه یواځینۍ جوړه چې ونې یا قدونه یې سره ډېر توپیر لري

د مینې په اړه دا خبره ډېره مشهوره ده، چې رنګ، نسل، ذات هیڅ شي ته هم نه ګوري، بلکې کله چې دغه پیریان په چا کېني نو بیا ترې هر څه هېروي، خو داسې مثالونه په انساني ټولنه کې ډېر لږ موندل کېږي.

خو د بریتانیې د ویلز سیمې یوې جوړې بیا دا خبره ثابته کړه چې مینه او محبت ظاهري ښکلا ته اړتیا نه لري. دري دیرش کلنه جیمز او اوه ویشت کلنې کلویي د نړۍ هغه جوړه یواځینۍ جوړه ده چې په ونه یا قد کې یې ډېر توپیر لېدل کېږي، ځکه چې جیمز درې فوټه او اوه اینچه خو میرمن یې کلویي بیا پنځه فوټه او څلور اینچه ونه لري.

راپور وایي چې جیمز او کلویي د نړۍ هغه جوړه ده چې په ونه کې یې ډېر توپیر لېدل کېږي، چې دا خبره ګنیز ادارې هم منلې او تصدیق نامه یې ورته ور کړې.

راپور وایي چې جیمز یو ډول یو ډول جینټیکي ستونزې لري، چې په همدې سبب یې وجود او هډوکې وده نه کوي او هغه کسان چې په دې ناروغۍ اخته وي ونه یې ډېره ټیټه وي.

جیمز وایي چې بالکل د عامو خلکو په څېر یم او هر کار په ښه ډول سره ترسره کوم. نوموړی یو اداکار او د تلویزوني خپرونو کوربه دی او میرمن یې یوه ښوونکې ده، د دوی د واده پنځه کلونه کېږي چې یوه لور هم لري.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …