کورپاڼه / روغتيا / له وطني غوړیو د پوستکي په ښکلا کې ګټه پورته کړئ

له وطني غوړیو د پوستکي په ښکلا کې ګټه پورته کړئ

د هر انسان مخ یا څېره ښکلې او زړه راښکونکې وي، خو که چېرته ورته پام وشي. ښکلې او شفاف پوستکی د ښځو اوږدمهاله غوښتنه وي.

چې د همدې موخې لپاره ډېر قیمتي توکي هم استعمالوي خو دغه ډول توکي یې پوستکي ته زیان رسوي، خو وطني غوړي بیا منفي اغېزې نه کوي.

ګونځي ختموي:

د وخت په تېرېدو سره، سره پر پوستکي ګونځي پیدا کېږي، نو که جېرته هره ورځ یوه کاچوغه وطني غوړي پر مخ ووهل شي نو پوستکی تازه او ځوان ساتي.

د سپور پوستکي لپاره:

ځینې ښځینه په اوړي کې د پوستکي له سپوروالي څخه شکایت لري، ددې لپاره په ورځني ډول درې یا څلور څاڅکي پر مخ ووهئ او مساج یې کړئ.

د سترګو ښکلا ډېروي:

ځینې وختونه د ډېر کار په سبب سترګې ستړي غوندې وي او ښکلا یې کمښت مومي او لاندې یې تورې حلقې پیدا کېږي، نو په داسې حالاتو کې څو څاڅکې وطني غوړي راواخلئ او د سترګو لاندې یې ووهئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …