کورپاڼه / خبرونه / کام ایر د افغانستان په هوایي چلند کې لومړنی شرکت شو، چې الوتکه یې امریکا ته نېغ په نېغ سفر کوي

کام ایر د افغانستان په هوایي چلند کې لومړنی شرکت شو، چې الوتکه یې امریکا ته نېغ په نېغ سفر کوي

کام ایر د افغانستان په هوایي چلند کې لومړنی هیواد شو، چې الوتکه یې امریکا ته نېغ په نېغه سفر کوي.

راپورونه وایي د افغانستان کام ایر شرکت د A 340 ایربس الوتنې چې د ولسمشر اشرف غني احمدزي په مشرۍ یې پنځلس کسیز پلاوی لېږداوه، نېغ په نېغ یې امریکا ته الوتنه وکړه.

دغه الوتنه چې له کابل څخه واشنګټن ډي سي ته نېغ په نېغه وشوه، له څلور ساعتونو او پنځه ویشت دقیقو سفر وروسته ورسېده.

دغه راز جمال وردګ او وحید ژوندون هغه دوه افغان پیلوټان وشمېرل شول، چې د لومړي ځل لپاره یې نېغ په نېغ امریکا ته سفر وکړ او په دې سره کام ایر شرکت د افغانستان د هوایي چلند په تاریخ کې لومړنی شرکت وګڼل شو.

د یادولو وړ ده چې ولسمشر اشرف غني له پنځلس کسیز پلاوي سره چې لومړۍ میرمن رولا غني، د مصالحې شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او لومړی معاون امرالله صالح پکې شامل ول، د امریکا ولسمشر جو بیډن په غوښتنه بیګا امریکا ته روان شول.

دا هم ولولئ

نورالحق ملکزی د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې مشر وټاکل شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د غوراوي کمیټې سرپرست مشر نورالحق ملکزی …