کورپاڼه / جالب / هغه ماهي چې د حمل موده یې پنځه کاله وه

هغه ماهي چې د حمل موده یې پنځه کاله وه

د کویل کینتس په نوم ماهي شاید هغه لومړی ماهي و او دی چې تر بلوغت پورې یې د رسېدنې سرعت ډېر ورو و، یعنې په پنځه پنځوس کلنۍ کې بالغه شوی او پنځه کاله یې د حمل دوران و.

د فرانسې سمندرې ادارې (IFREMER) د سمندري حیواناتو ساینسپوه کیلیګ میهي وایي چې څېړونکې د کویل کینتس عمر د هغه ذرو له مخې معلوموي چې پر پوستکي یې راټولېږي.

راپورونه وایي چې کویل کینتس د ډیناسورو له پیدا کېدو څخه هم یو سلو، اویا کاله وړاندې پیدا شوي ول.

خو هغه وخت کله چې پر ځمکه شهاب ثاقب وورېدل او په پایله کې یې د ځمکې له مخې ډېر حیواناتو ختم شول، په هغه حیواناتو کې دغه ډول ماهیان هم شامل ول.

دغه ماهیان د سمندر په ژورو کې یعنې اته سوه میتره ښکته اوسېدل، چې ځینې به ځانته او ځینو به په ګډه ژوند کاوه، ښځینه کویل کینتس له نارینه وو څخه غټ ول، اوږدوالی یې اوه فوټه او وزن یې یو سلو، لس کیلو و.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …