کورپاڼه / بېلا بېل / بنګله دېش کې د نړۍ تر ټولو ګرانبیه (سره امونه) کېږي
سره امونه

بنګله دېش کې د نړۍ تر ټولو ګرانبیه (سره امونه) کېږي

د بنګله دېش په یوه غرییزه سیمه کې د نړۍ تر ټولو ګرانبیه (سره امونه) کېږي، دا امونه په دغه هېواد کې له څلور سوه تر پنځه سوه ټکا (بنګله دېشۍ پېسې چې ۱ ټکا یې ۰.۹۴ افغانۍ کېږي) پورې پېدا کېږي، خو په نورو هېوادونو کې یې بیه بیا له درې زرو ټکا څخه هم پورته وي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، په بنګله دېش کې د امونو بیه د هغې کوالټۍ او ډول ته په کتلو سره کېږي، چې له ۲۰ څخه تر ۵۰ ټکا پورې یو کیلو ترلاسه کېږي.

خو دا (سره امونه) چې په اصل کې بنګله دېشي امونه هم نه دي، دا امونه لومړی په جاپان کې شوي و، چې له هغه وروسته د نورې نړۍ په څېر بنګله دېش هم دا امونه په خپل هېواد کې وکړل. په جاپان کې دې ته د (میازاکي) او په نړیوال مارکیټ کې دې ته (سره امونه) یا (د لمر هګۍ) هم وايي.

دا (سره امونه) د نورو امونو په پرتله ډېر غټ، اوږده او ډېر خواږه وي، د دې رنګ پوخ سور رنګ یا بانجاني رنګ ته ورته سور رنګ وي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې د یو ام وزن له ۳۵۰ څخه تر ۴۵۰ ګرامو پورې وي، یعنې شاوخوا نیمه کلو، چې دا یو نیمايي ام شااوخوا ۲۰۰ یا ۳۰۰ ټکا باندې خرڅېږي. د دې ام د ګرانوالي لامل دا دی چې کښت یې ګران دی، رنګ یې ښکلی دی او ډېر زیات خوږ دی.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …