کورپاڼه / هنر او کلتور / کرینه کپور وايي چې سلمان خان ډېر خراب اداکار دی
سلمان خان او کرینه کپور خان

کرینه کپور وايي چې سلمان خان ډېر خراب اداکار دی

د هندي سینما مشهورې هنرمندې کرینه کپور خان مشهور هنرمند سلمان خان یو ډېر خراب اداکار یاد کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې سلمان خان د هندي سینما یو له مخکښو څېرو څخه دی او د هند په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مینه وال لري.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، کرینه کپور خان چې په خپله یوه تازه مرکه کې یې د هندي سینما د نورو مشهورو اداکارانو په اړه خبرې کولې، په خپلو خبرو کې یې وویل، چې هغه د سلمان خان مینه واله نه ده، نو ځکه یې هغه خوښ هم نه دی.

هغې په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې هغه فکر کوي چې سلمان خان یو ښه اداکار نه دی. هغې وویل، زما په فکر هغه ډېر خراب اداکار دی.

د یادولو ده چې کرینه کپور خان له سلمان خان سره په یو شمېر مشهورو فلمونو کې کار کړی دی، چې په هغې کې (باډي ګارډ، بجرنګي بهايي جاني، مین اور مسز کهنا او کیو کي) فلمونه شامل دي، چې ځینې یې خلکو ډېر خوښ کړي هم دي.

همدا راز په دغه مرکه کې کرینه کپور د یو بل مشهور هنرمند شاه رخ خان په اړه هم خبرې وکړې، هغې د نوموړي په اړه وویل، چې په شاه رخ خان هره نجلۍ خپل ځان قربانوي، که تاسې له مانه د هغه په اړه پوښتنه وکړئ، نو زه درته ساعتونه ساعتونه د هغه په اړه خبرې کوم، خو خبرې به یې هېڅ هم ختمې نه شي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …