کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ملتان سلطانز په لومړي ځل د پي ایس ایل اتلولي خپله کړه

ملتان سلطانز په لومړي ځل د پي ایس ایل اتلولي خپله کړه

د پاکستان سوپر لیګ – پي ایس ایل – شپږم پړاو سیالیو پایلوبه کې بېګاه ملتان سلطانز د پېښور زلمي لوبډلې ته ماتې ورکړه او په لومړي ځل يې د پي ایس ایل اتلولي خپله کړه.

دا پایلوبه چې د پېښور زلمي او ملتان سلطانز ترمنځ په ابوظهبي کې ترسره شوه، د لوبې په پیل کې پېښور زلمي پچه وګټله او لومړی يې ملتان سلطانز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ملتان سلطانز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۶ منډې وکړې، چې له ډلې يې سهیب مقصود ۵۶ او ریلي روسو ۵۰ منډې وکړې. د پېښور له خوا ثمین ګل او محمد عمران ۲-۲ لوبغاړی وسوځول.

د ۲۰۷ منډو هدف په تعقیب کې د پېښور زلمي په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې او د ۴۷ منډو په توپیر يې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوی له خوا شعیب ملک ۴۸ او کامران اکمل ۳۶ منډې وکړې، حضرت الله ځاځی بیا په ۶ منډو وسوځېده، د ملتان له خوا عمران طاهر ۳، عمران خان او بلیسنګ موزرباني ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د ملتان سلطانز سهیب مقصود د پایلوبې د غوره لوبغاړي تر څنګ د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

دا لومړی ځل و چې د ملتان سلطانز لوبډلې پایلوبې ته لار پېدا کړې وه او په لومړي ځل يې د پاکستان سوپر لیګ اتلولي خپله کړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …